ټیلګراف: ولسمشر کرزي اراده کړې چې د سې شنبې تر ورځې وروسته له واکه لېري شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61013
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د انتخاباتو د پایلو په اعلانېدو کې له رامنځته شوي خنډ سره سره به واک پرېږدي. د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، افغانستان ممکن د قدرت له تشې (خلا) سره مخامخ شي ځکه چې ولسمشر کرزي خبرداری ورکړی چې د ده د ځای ناستي په اړه له جنجال سره سره به ژر واک پرېږدي. ښاغلي کرزي ویلي چې بکسونه یې تړلي او کلکه اراده یې کړې چې د سې شنبې تر ورځې له واکه لېري شي. خو په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي له ولسمشر کرزي سره په مرکه کې ویلي چې د سپټمبر په دویمه د رایو د تفتیش د بشپړېدو او د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د ترسره کېدو امکان نشته. یان کوبیش ویلي چې د رایو تفتیش به د سپټمبر تر لسمې بشپړ شي.