د جلال اباد په ډله ییز برید کې تر اوسه ۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61015
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

په ختیځ ولایت ننګرهار کې روغتیايي چارواکي وايي د ملي امنیت د ریاست پر وادنۍ له بریده یې شپږ مړي او تر څلوېښتو ډېر ټپيان وروړي دي. وسله والو نن سهار وختي په جلال اباد کې د ملي امنیت پر ودانۍ ډله ییز برید کړی دی. راپورونه وايي لومړۍ د ملي امنیت ریاست په قرول کې چاودنه شوې او وروسته ډزې پیل شوې دي. امنیتي چارواکو د پېښې پخلی کړی، خو د برید په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي تر اوسه روغتون ته ۶ جسدونه او تر ۴۰ زیات ټپیان راوړل شوي. هغه زیاته کړه، چې په مړو او ټپیانو کې ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه شامل دی. د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې او د دې ډلې ویاند ویلي چې په برید کې یې د ملي ریاست کارکوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.