د جلال اباد په مياعمر لېسه کې مرمۍ لګېدو لس تنه ټپيان کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61017
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د ملي امنيت پر ودانۍ د ډله ييز بريد پر مهال يوه مرمۍ د ميا عمر لېسې په ودانۍ کې لګېدلې چې له امله يې لس کسان ټپيان شوي دي. يوې ډله وسله والو د وږي په اتمه سهار شاوخوا پنځه بجې په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت پر ودانۍ تر موټربم چاودنې وروسته ډله ييز بريد کړى دى.د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري وويل چې د ياد بريد پر مهال د هاوان يوه مرمۍ د ميا عمر لېسې پر ودانۍ لګېدلې ده. هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې شپږ ښوونکي او څلور زده کوونکي ټپيان شوي دي. د شينواري په وينا، دا لا نه ده معلومه چې مرمۍ د وسله والو مخالفينو او که د دولتي ځواکونو له خوا توغول شوې وه. دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى. که څه هم په ننګرهار کې ښوونځي رخصت دي، خو نن په ميا عمر لېسه کې له مشروط شويو زده کوونکو څخه ازموينه اخيستل کېده. وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.