د خوست په ختیځ کې پاکستاني پوځ د عامو خلکو پر کورونه بمباري کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61018
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

پاكستاني پوځ د خوست په ختيځ كې د عامو خلكو پر كورونو بمبار كړى او له امله يې اتلس ښځې اوماشومان ټپيان شوي دي، د خوست ملكي روغتون مسوولين وايي چې دوى ته په وروړل شويو ټپيانو كې د څلورو ماشومانو حالت مرګوني دي. د ټپيانو كورنۍ غړي وايي چې بمبار يې پرخيمو شوى او پرځاني زيان سربېره يې د كورنو توكي او دوه موټر هم سوځيدلي دي. د خوست ولايت مقام مطبوعاتي دفتر پېښه تايد وي خو وايي چې دا ليرې سيمه ده او تراوسه دا نه ده ثابته شوې چې بمبار د پولې كومې غاړې ته شوى دى. د خوست په ملكي روغتون كې د ټپيانو كورنۍ غړو خبريالانو ته وويل چې د جمعې په ورځ ناوخته د خوست ولايت ختيځ ته د لكڼو اړوند پولې ته څېرمه د شينكۍ په سيمه كې د كوچيانو پر خيموباندې د پاكستان پوځي چورلكو بمباري كړی او له امله يې لس ميرمنې، اوه ماشومان او يو ځوان ټپيان شوي او د كورنو الباسې او نور توكي او د دوى دوه موټر سوځيدلي دي، د دوى په خبره چې كورنه يې له پولې دې غاړې ته دي او په بمباركې درې كورونه په نښه شوي او ټول زيان هم دغو درو كورنيوته رسيدلى دى.