د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې د پکتیکا له یوشمېر مشرانو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه د پکتیکا والي او ځينو مشرانو خبرې وکړې. دغه قومي مشرانو له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې په تېرو دیارلسو کلونو کې کې په بېلابېلو برخو کې د ولسمشر خدمتونه وستایل او ترڅنګ يې خپلې ولایتي ستونزې هم مطرح کړې.