وسله والو په فراه کې ۹ تنه وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61023
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

په فراه ولایت کې د وسلوالو په یوه برید کې نهه تنه کارګر وژل شوي دي. د فراه چارواکي وايي چې شاوخوا شل تنه کارګر نن سهار د دغه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې ورځني کار ته روان و، چې د ایران پولې ته نژدې د رباط په کلي کې د وسله والو طالبانو له لوري پرې برید وشو. د پشت کوه ولسوال وايي چې د نهو تنو وژل کېدا تایید شوې او شپږ نور، چې ټپیان شوي، د پشت کوه ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي دي. ویل کېږي چې د ټپیانو حال نازک دی. د پشت کوه ولسوال د طالبانو د حملې د علت او انګېزې په اړه څه ونه ویل خو تر دې پخوا په فراه کې په ځلونو د بخش اباد بند پر کارګرو بریدونه شوي او ویل شوي چې ایران د دغه بند له جوړېدو سره د مخالفت لپاره افغان طالبان استخدام کړي دي. دې ته ورته بریدونه په هرات کې د سلما بند او په نیمروز کې د کمال خان بند د کار د مخنیوي لپاره شوي دي.