په ترافیکي پېښو کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61024
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

د سمنګان- مزار شریف پر لاره په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه زوم او ناوې په ګډون پنځه تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی. پېښه پرون د دلخکي په سیمه کې د یوه فرونر او بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. ویل کېږي په مړو شویو کې دوې ښځې، دوه نارینه او یوه دوه کلنه نجلې شامله ده. بلخوا په حضرت سلطان ولسوالۍ کې هم په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی دی.