ښه جمال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61027
سخی انتظار
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

 

 په سپین مخ باندی دی مه ږده زیاتی خال
 بی له خاله خدای درکړی ښه جمال
 هیڅ حاجت نشته چه ځان هسی سینګار کړی
 ته لری د زرونو ښکار سره کمال
 انتظاره ته لږ شربت د شونډو ورکړه
 چه په دی امید کښی ګرځی سربدال