غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61028
حمدالله حلميار
دخبریدو نیټه : 2014-08-30


دا چي پر روح مي زلزلــــــه راغله
 دزړه خبره مي پر خــــــــوله راغله

د وینو پور  لري  حساب  نلــــــــري
 داســی بــــــــي پیره زمانه راغله

په غره کي کاڼو و یو بــــل ته ویل:
زموږ ســـــــیالۍ ته ایینه راغــــله

چي نور دژوند له خــــونده ووتې نو!
ایله دي شونډو ته توبــــــــه راغله

چي یوه ورور د بل مرۍ غوڅــه کړه
 زما پر سترګو توره شــــــپه راغله

ای! ما په خپـــــلو سترګو  و  لیدله
 زما په ژوند، زمـــــــــا جنازه راغله

دا خلګ نه اوري دغــــره په څیر دي
 ماته مي بیرته زمــــــــا نعره راغله

دا به می خیال وي او که خوب جانانه!
چــي حلمیــــــار ته دي  تحفه راغله