ولسمشر کرزي د پغمان د پېښې د څېړلو غوښتنه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61036
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

ولسمشر حامد کرزي د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یو شمېر وسله والو له خوا د یوې کورنۍ د غړو د ځورونې په اړه د څيړنو غوښتنه کړې ده. د وزیرانو شورا د چارو ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر کرزي په دې هکله د لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست یوه پلاوې ته د څيړنې دنده سپارلې ده. د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر حامد کرزي دا کار غیر انساني او غیر شرعي بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی. د روانې سنبلې میاشتې په لومړی شپه یو شمیر وسله والو چې د پولیسو جامې یې اغوستي وې؛ د پغمان ولسوالۍ پر عمومي سړک د یوې کورنۍ غړي لومړی له موټره کښته او وروسته یې ځورولي وو.