د هلمند هندوان: چارواکي مو ستونزو ته پاملرنه نه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61038
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

په هلمند کې مېشت هندوان د دغه ولايت پر اړوند چارواکو تور پورې کوي چې د دوی د ستونزو حل ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې. دغه څرګندوني په هلمند کې مېشتو هندوانو او سکانو په خپلو يو لړ مذهبي مراسمو کې کړې چې وړمه ورځ په مرکز لښکرګاه کې نيول شوي وو. هغوى ويلي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو د ستونزو د هواري لپاره ورسره څوک مرسته نه کوي. د هندوانو يوه استازي باک سينګ ويلي چې د ښاروالۍ له خوا ورسره د هټيو لپاره د ځمکې د ورکړې ژمنه شوې وه، خو تر دې مهاله له کاغذونو پرته نور هېڅ کار نه دى شوى. نوموړي دغه راز زياته کړې، چې ماشومان او لويان يې د دې سيمې د اوسېدونکو له خوا پر دې نوم ځورول کېږي، چې ګواکې دوى هندوان او سکان دي. د هغه په وينا، امنيت يې هم خوندي نه دى. په همدغو مراسمو کې د جای رام په نوم يوه بل هندو ويلي چې تر پنځوس کاله ډېر وخت کېږي چې په هلمند کې مېشت دي خو تر دې مهاله د خپلو مړو د سوځولو لپاره ځانګړی ځای نه لري، په داسې حال کې دوه ځلې ورسره په بست کلا کې د ځمکې د ورکړې ژمنه شوې ده. د ده په وينا، همدې ستونزو او غوښتونو ته يې ډېره پاملرنه نه کېږي له اتيا کورنيو څخه چې له پخوا په دغه ولايت کې مېشتې وې، ۴۰ يې د هېواد نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.