له نوي ولسمشره د کندهار د خلکو غوښتنې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61047
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

د کندهار ولايت اوسېدونکي له نوي ولسمشره غواړي چې په لومړي ګام کې د امنيت د ټينګښت تر څنګ د برېښنا جوړولو، لرې سيمو ته د حکومتوالۍ غځولو، د فسا له منځه وړو، د پوهنې معياري کولو، د کډوالو د راستنولو، اقتصادي ودې او يو شمېر نورو مسايلو ته جدي پاملرنه وکړي. که څه هم د هېواد د نورو سيمو د اوسېدونکو په څېر د کندهار اوسېدونکي هم د ټاکنو اوږدې پروسې او راولاړو شوو جنجالونو سخت مايوس کړي، خو تمه لري چې هر څه ژر دغه پروسه پاى ته ورسېږي او د خلکو پر رايو ټاکل شوى ولسمشر خپله دنده پيل کړي.له نوي ولسمشر څخه د کندهار د خلکو تر ټولو لومړۍ غوښتنه د امنيت او ثبات ټينګښت او بيا د اړوندو نورو چارو ترسره کول دي.