په پاکستان کې د نښتو په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61048
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دوو سياسي ګوندونو د پلويانو او پوليسو تر منځ له تېرې شپې راهيسې په پيل شوو نښتو کې دوه تنه مړه او سلګونه نور ژوبل شوي دي. له تېرو نږدې دريو اونيو راهيسې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف او طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک د سياسي ګوندونو له خوا د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه او احتجاجي غونډې روانې دي.دواړو سياسي ګوندونو په تېرو ټاکنو کې چې يو کال مخکې ترسره شوې، د پراخ درغليو ادعا کوي او له لومړي وزير نوازشريف څخه د استعفى غوښتنه کوي.له تېرو څو ورځو راهيسې د دواړو سياسي ګوندونو او حکومتي پلاوو تر منځ څو وارې مذاکرات او خبرې اترې وشوې، خو کومه پايله يې ورنه کړه.پاکستاني رسنيو د وږي په ٩مه خبر ورکړى، چې د خبرو اترو تر ناکامېدو وروسته تېر ماخوستن د دواړو سياسي ګوندونو پلويانو د لومړي وزير او د وزيرانو د شورا د ماڼيو پر لور مارش پيل کړ، چې د پوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه. د سرچينو د معلوماتو له مخې، پر دې مهال د پوليسو او لاريون کوونکو تر منځ نښتې شوې او پوليس پر لاريون کوونکو اوښکي بهوونکى ګاز استعمالوي.