چاودنې په لوګر کې دوه ملکي وګړي وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61049
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

د لوګر ولايت د پل علم ښار د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان کور ته څېرمه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې سيمه ييز پوليس ټپيان دي. د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي وویل چې ياده چاودنه تېر ماښام ناوخته د پل علم د کُلنګار په سيمه کې رامنځته شوه. اسحاقزى وايي: ((وسله والو دغه ماين د قوماندان ″ملا″ کور ته څېرمه د هغه لپاره اېښى و؛ خو دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي او درې سيمه ييز پوليس ټپيان دي. خو ملا ته زيان نه دى اوښتى.)) تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى. ځايي امنيتي چارواکو ويلي چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو يې څېړنې پيل کړې دي.