د نږدې ۴ میلیونو افغانیو په مالي لګښت د اوبو ذخیره کولو پروژو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61052

دخبریدو نیټه : 2014-08-31

 

د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ وزارت
 د نږدې ۴ میلیونو افغانیو په مالي لګښت د اوبو د دوو ذخیرو د جوړولو چارې
 د پټۍ په پرېکولو سره نن ( یکشنبه) پیل شوې .
یادې ذخیرې،چې یوه یې د سخي داد او بله یې په پوشته سیمه کې جوړیږي،لګښت
 یې ۳۷۱۳۲۳۳ افغانۍ کیږي،چې د جوړولو چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې
 بشپړي شي .
د اوبو یادو ذخیرو څخه،چې یوه یې په ۶۰۰ متره مکعب او بله یې په ۱۲ سوه
 متره مکعب سیمه کې جوړیږي،د سخي داد او پوشتې سیمې شاوخوا درې سوه کورنۍ
 به ورڅخه ګټه واخلي .