د دوو ښوونځیو لپاره جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61053

دخبریدو نیټه : 2014-08-31

 

د دغو ودانیو له جملې څخه یوه یې د مرکز اړوند د حیدر خاینو د انجونو د لیسې لپاره نوې جوړه شوې وداني ده چې ۸ تدریسي، ۲ اداري او ۲ د کتابخانې خونې او نور ضروري ملحقات لري چې د ۸ میلیونه او یو لک یویشت زره افغانیو په مجموعي لګښت، چارې یې د نیږدې یو کال په موده کې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

بله پروژه هم د الینګار ولسوالۍ په انجینر شیر محمد لیسه کې نوې جوړه شوې وداني ده چې ۸ تدریسي، ۲ اداري او ۲ د کتابخانې خونې او نور ضروري محلقات لري چې ټولیز لګښت پرې ۹ میلیونه او ۸ سوه زره راغلی چې د دې ښوونځي چارې هم په نیږدې یوه کال کې بشپړې شوي او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې ده چې دا دواړه ودانۍ د سویډن موسسې په همکارئ او د سیدا په مالي لګښت جوړې شوي چې نن یې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په غونډه کې پر لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي سر بیره د ولایتي شورا، اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې ئیسانو، د مدني ټولنو او سویډن موسسې استازو او یو شمیر استادانو هم برخه درلوده.