بوډۍ ټاله‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61054
زرلښته حفيظ بشريار‎
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

 

 

مصويرمې شه دزړه رنګونه ويشه
 سوله پالوته ښايسته ګلونه ويشه
 تصورکې مې دمينې ځاله جوړکړه
 ټول جهان ته مې دژوندخيالونه ويشه
... ***
بوډۍ ټاله هغه ورځ ورته په يادکړه
 دږلۍ اودباران ماښام فريادکړه
 چې لاسونه مې ګنګل اوزه يواځې
 انقلاب اوجنګ فکرو--نه مې ازادکړه
****
بوډۍ ټاله څورنګونو کې راګيريم
 دنفرت په ديوالونو کې راګيريم
 خپل دسولې ځاله غواړمه لتانه
 زه دجنګ په عذابونوکې راګيريم
****
بوډۍ ټاله زه دسولې يوه هنداره
 اودجنګ دلښکرومينځ کې ايساره
 فلسفه دژوندانه ورنه راوړمه
 يوخيام مې دی ملګری په ټول لاره
****
بوډۍ ټاله ورته وايه ښايسته يي
 ته زما دټول مرام ښه فلسفه يي
 اوازپورته اولسونه رابيدارکړه
 ته دسولې دلښکر سرقافله يي
****
بوډۍ ټاله خپل رنګونوکې مې يوسه
 دايمان په ثوابونو کې مې يوسه
 دالله دربارته وړم ددعالپه
 دکوترې پروازنوکې مې يوسه
****
بوډۍ ټاله تعبيرونه ورنه غواړم
 زه دسولې اميدونه ورنه غواړم
 چې جانان دازادي ناره کړي پورته
 دزرلښت ټول ارمانونه ورنه غواړم