ولسمشر کرزي له یان کوبېش او جيمز کهنينګم سره وکتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61058
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-31

ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي او په کابل کې د امريکا له سفير سره د رايو د تفتيش د بهير پر څرنګوالي خبرې کړې دي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې ولسمشر کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي يان کوبيش او په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو له سفير جيمز کهنينګم سره پرون مازيګر په ارګ کې وکتل. سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې کوبيش او کهنينګم د رايو د تفتيش د بهير د پرمختګ د څرنګوالي په اړه ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل. سرچينه کاږي، د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د رايو د تفتيش د پروسې د ځنډېدو له امله د حامد کرزي حوصله مندي وستايله.