د ناټو سر مشريزه غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61068
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-01

د ناټو سر مشريزه غونډه د افغانستان لپاره مادي او معنوي ارزښت لري او د لوړپوړي افغان پلاوي نه ګډون په کې لوى زيان دى. دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په ډيپلوماسي او مطبوعاتي برخه کې پخواني سلاکار ډاکټر شفيق همدم له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. ټاکل شوې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه د وږي په ١٣مه د انګلستان په وېلز ښار کې پيل شي. افغانستان هم د دې غونډې يو له مهمو موضوعاتو څخه دى. شفيق همدم وايي چې د ناټو سرمشريزه غونډه د افغانستان لپاره تاريخي، معنوي او مالي ارزښت لري. د همدم په وينا، ناټو پلان لري تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د روزنې، مشورې او همکارۍ نوى ماموريت پيل کړي او د وېلز په غونډه کې به يې پلانونه منظوروي، نو په داسې يوه غونډه کې د افغانستان د مشرتابه شتون ډېر اړين و. په ياده غونډه کې د بسم الله خان محمدي د ګډون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې افغان استازى بايد د ټولو افغانانو او دولت په استازيتوب ګډون وکړي. د همدم په وينا، دا د افغانستان حکومت لپاره يو طلايي چانس و، چې تر يادې غونډې يې له ناټو او امريکا سره امنيتي تړونونه لاسليک کړي واى، څو په ياده غونډه کې يې ښې لاسته راوړنې درلودلى.