په کندوز کې د ماین چاودنې ۵ کسان ټپیان کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61070
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-01

په کندوز ښار کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله دوه پولیس او درې ملکي وګړي ټپیان شوي او د چهاردرې په عملیاتو کې څلور وسلوال مخالفین وژل شوي دي. امنیتي چارواکي وايي چې دغه پېښه نن شاوخوا دولس بجې د کندوز ښار د نمک فروشۍ په څلور لارې کې رامنځته شوه. د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وايي، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د چهاردرې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په رنجر موټر کې اېښودل شوي چسپکي ماین چاودنه وکړه. سرچینه وايي چې په یاده پېښه کې دوه پولیس او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي. بلخوا په چهاردې د روانو عملیاتو په لړ کې څلور وسلوال مخالفین وژل شوي دي.