امنیتي چارواکي:موسى کلا کې مو د وسله والو ډله ییز بريد پر شا تمبولى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61078
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-01

چارواکي وايي چې د هلمند په موسى کلا کې يې د وسله والو ډله ييزه بريد پر شا تمبولى او ۸۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر حاجي ويس صميمي وايي چې وړمه شپه وسله والو د دې ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييزه بريد وکړ.د ده په وينا چې امنيتي ځواکونه د پټو معلوماتو پر بنسټ په کمين کې وو چې د راتګ پر مهال وسله وال د دوى له سخت بريد سره مخ شول.د امنيت امر د وسله والو طالبانو د مړو او ټپيانو کره شمېر نه دی ياد کړی خو د هغوى مرګ ژوبله يې ٨٥ تنه ښودلې.هغه ويلي، د همدې جګړې په ترڅ کې امنيتي سرتېرو ته هم تلفات اوښتي خو تر اوسه يې کره شمېر نه دى معلوم.د موسى کلا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي غلام حيدر پژواک ته ويلي چې دا ولسوالۍ له څو ورځو راهيسې کلابنده ده، هټۍ يې تړلې او پر لارو يې تګ راتګ نه کېږي.هغه وايي، چې پرون هم د دې ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د ډزو غږونه اورېدل کېدل.د ولسوالۍ يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ويلي چې د تېرې شپې په جګړه کې يوه پوليس وژل شوى او اته نور ټپيان دي.سرچينه وايي چې د ولسوالۍ د مقام په شاوخوا سيمو کې له وسله والو سره نښتې روانې دي خو پوليس د وسلو له نه شتون سره مخ دي.د ولايت مقام او امنيتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي. طالب وياند قاري يوسف احمدي وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې رپوټ رد کړی او يادونه يې کړې چې پرون يې د يوې چاودنې په ترڅ کې ١١ پوليس وژلي دي.