د ټاکنو د څار موسسه:د ځانګړي تفتیش او رايو باطلولو په مرحله کې دې بېړه نه کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61080
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-01

د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه وايي، د ځانګړي تفتيش او رايو باطلولو په پړاوونو کې لا زيات غور او روڼتيا د ټول بهير برياليتوب تضمينولى شي او په دغو پړاوونو کې دې له بېړې ډډه وشي. د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې (ايوا) وياند پاينده حکمت ويلي، دوى په دې باور دي چې د رايو د تفتيش د بهير بشپړتيا نه يواځې د سياسي ټيکاو او د رايو د پايلو مشروعيت باندې اغېزه لري، بلکې پر ټاکنو د عامو خلکو د باور بيا راژوندي کولو کې هم ډېر مهم او اړين دی.ده زياته کړې، د ځانګړي تفتيش او رايو باطلولو په پړاوونو کې لا زيات غور او روڼتيا، چې د تفتيش د بهير له وروستيو پړاوونو څخه دي، د ټول بهير برياليتوب تضمينولای شي، نو بايد په دغو پړاوونو کې نااړينه بېړه او چټکتيا چې د بهير روڼتيا ته زيان رسولای شي، مخنيوی وشي.دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د رايو د بيا شمېرنې او تفتيش بهير بشپړولو ته ګوتې په شمار ورځې پاتې دي او د ټاکنو د نهايي پايلو په اعلان سره به، ملامت او سلامت او درغلي کوونکي په ډاګه شي. سرچينې زياته کړې، تر اوسه پورې د ١٣٠٧٦محلونو د رايو په اړه نهايي پرېکړه شوې او په ترڅ کې يې د کابو ٤٥٠ صندوقونو رايې باطلې شوي، چې له سل زرو ډېرې رايې دي.