محقق: د دواړو نوماندانو تر منځ د ملي یووالي د حکومت پر سر خبرې ناکامې شوې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61082
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-01

د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوه مشر ویلي چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو د دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر سر خبرې ناکامې شوې. د عبدالله دویم مرستیال محمد محقق رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دواړه مشران د اجرايي چارو د رييس د واک او صلاحیت پر سر موافقې ته ونه رسېدل. محقق مقابل لوری ملامت وباله، ویې ویل چې خپل دریځ یې سخت کړی او د اجرايي چارو ريیس ته زیات واک نه ورکوي. ده وویل:«خبرې دوې ورځې وړاندې ناکامه شوې. سیاسي بهیر اوس درېدلی دی، موږ له دې حالته د وتلو کومه لار نه وینو.» تر دې وړاندې د اصلاحاتو د ټیم ویندوی فاضل سانچارکي خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو جدي اقدام به وکړي. سانچارکي وویل چې هم به د انتخاباتو له روان بهیره ووځي او هم به د انتخاباتو پایلې ونه مني. خو د تحول او تدوام ټیم ټینګار کوي هغه واکونه چې د اصلاحاتو ټیم یې د اجرایوي رییس لپاره غواړي په څرګنده له اساسي قانون سره به ټکر کې دي. دغه ټیم وايي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګریتوب په شوې هوکړه کې ویل شوي چې د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کېږي.