وسله والو په هرات کې یو قومي مشر وژلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61094
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-02

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وايي د عبدالمالک په نوم دغه قومي مشر موټر سایکل سپرو وسله والو د هرات ښار په نواباد سیمه کې په داسې حال کې وژلی چې له جومات څخه د کور پر لور روان و. احمدي ویلي چې مالک تر دې وړاندې په شنډنډ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان و. سرچینې ویلي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې خو له پېښې سره د تړاو په تور څوک نه دي نیول شوي.