امنیتي چارواکي: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61095
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-02

د کورنیو چارو وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. له دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې په کونړ، بغلان، کندز، غزني، زابل، اروزګان، لوګر او نیمرزو ولایتونو کې وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال دری طالبانو له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره ژوندي نیول شوي دي.