د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د رایو تفتیش نوي په سلو کې بشپړ شوی دی او د پاتې لس سلنه نورو رایو تفتیش روان دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور نن غرمه مهال یوه خبري کنفرانس ته وویل چې تر دې دمه ۲۵۰۰ صندوقونه تفتیش شوي دي او شاوخوا دریارلس زرو صندقونو په اړه وروستۍ پرېکړه شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې نن د ځانګړي تفتیش بهیر پنځمې ورځې ته داخل شوی او پرون ۷۵۰ صندوقونه تفتیش شوي دي.