ځانمرګي برید به ننګرهار ګې دوه پولیس وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61099
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-02

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې پر پوليسو ځانمرګى بريد شوى دى. د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزی وايي بريد نن سهار نهه بجې د موټر په وسيله ترسره شوى دى. هغه زياته کړه، چې ياده بريد د غني خېلو ولسوالۍ د ٢٧مې ويالې په سيمه کې پر پوليسو شوى او دوه پوليس په کې وژل شوي دي. د عبدالزي په وينا، په دغه بريد کې يو ملکي وګړى او يو پوليس ټپيان دي. وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه ځانمرګي بريد کې ٦ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ١٠ نور ټپيان شوي دي.