راسموسن: له افغانستان سره د اړيکو نوى باب پرانيزو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61100
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-02

د ناټو سرمنشي وايي چې په افغانستان کې د ناټو جګړه ييز ماموريت په داسې حال کې پاى ته رسېږي چې دوى به له دغه هېواد سره د اړيکو نوى باب پرانيزي. انډرس فوغ راسمون ویلي چې دوى په افغانستان کې تر ټولو لوى اېتلاف جوړ کړى چې د نړۍ د هېوادونو څلورمه برخه تشکيلوي. د هغه په وينا، په افغانستان کې د اېتلافي ځواکونو ګډو عملياتو تر پخوا هر وخت د ګډ کار يو ښه مثال جوړ کړى دى. راسموسن وايي: ((د وېلز په غونډه کې به موږ له خپلو همکارانو سره د روزنې، همکارۍ او مشورو په برخه کې د پرمختګونو او همکاريو پر نوو لارو چارو خبرې وکړو.)) د هغه په وينا، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو جګړه ييز ماموريت پاى ته رسېږي، دوى به له دغه هېواد سره د اړيکو يو نوى باب پرانيزي.