د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره نوى روزونکى وټاکل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61128
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-04

انګلستانى روزونکى اندري مولز نن د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه دنده پيل کړه . اندري مولز وروسته له هغه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې د نوي روزونکي په توګه وګومارل شو ، چې د افغانستان د کرکټ پخواني پاکستاني روزونکي کبيرخان له خپلې دندې استعفى وکړه. کبيرخان د خپلې استعفى لامل ځيني شخصي کارونه بللي وو. د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود د اندري مولز د معرفي کېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل ،چې مولز يو پياوړى روزونکى دى؛ ځکه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو. هغه زياته کړه: ((زما هيله له مولز نه دا ده چې په راتلونکي نړيوال جام کې د افغانستان لوبډله يو ښه ځاى ته ورسوي.)) شهزاده مسعود وويل چې د افغانستان د کرکټ بورد اداره له مولز سره هر راز همکاري کوي، تر څو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نوره هم پياوړې شي. په ياده غونډه کې د کرکټ د ملي لوبډلي روزونکي اندري مولز وويل چې د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې ښه استعدادونه او د کرکټ لوبې لپاره لېوالتيا شتون لري.