قانون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61197
زرلښته حفيظ بشريار‎
دخبریدو نیټه : 2014-09-09

 

 

زما ملت ته د خيانت لاسونه
 دچوراوغلااو جنايت لاسونه
 کله د يوخوا کله بلی خوانه
 رااوږده شوي شرارت لاسونه
 چې به ترڅوپورې دالوبه کوي
 دپټوسترګو دوحشت لاسونه
 زما مجبور ملت به وزوره وي
 اوپښتنې ميندې به وژړوي
 زرلښته داتاريخ هغه به ګټي
 چې جنايت پرضدقلم خوزوي