ارمانونه به دي پالو!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61246
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2014-09-11


 

د ۲۰۰۸م کال د ډیسمبر ۲۸مه وه، په کوټه کي د پښتو ادبي غورځنګ لخوا پراخي مشاعرې د دریڅ چاري مي سنبالولې؛ ملک امان کاسي صاحب ته مي بلنه ورکړه چي خبري وکړي. دا یو عجیب زړور او افغاپرست ویناوال وو؛ ټول مجلس یې د ځانه سره یووړ.

تر مشاعرې وروسته یې په څنګ کي کښېنولم، د مشرتوب ټوله مهرباني یې وکړه، بیاچي مي هر وخت لیدلی دی؛ روحیه مي اخیستې ده.
دغه په فصاحت، زړورتیا او افغانیت مطرح او پر هیواد میین مشر نن؛ زموږ له منځه ارمانجن روان سو.

-ګران مشره! په محکوم وطن کي خو دي په ژوندوني روحي ارامي ونه لیدله؛ اوس دي خدای ارام او خوشاله لره. د ملتپالني د ارمانونو تشویش دي مه کوه؛ موږ یې پالو؛ ان شا الله