په ننګرهاراومیدان وردګو کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۲یاغیان وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61289
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-15

راپورورنه وایي په ننګرهار او ميدان وردګو ولايتونو کې د اوو پاکستانيو ترهګرو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وويل، چې تېره ورځ د شېرزادو پر ولسوالۍ يو شمېر وسله والو د سپکو او درنو وسلو بريدونه کړي وو. نوموړى وايي چې يادې نښتې څو ساعته دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې اوه پاکستاني وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي. همداراز د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي وايي، چې د لغمان ولايت مرکز او يو شمېر نورو سيمو کې يې دعملیاتو په ترڅ کې يې يو شمېر مشکوک اشخاص او وسلې نيولي او ګڼ شمېر کلي يې تصفيه کړي دي. د يوه بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې درې د ملي اردو سرتېرو، يو ملکي وګړي او د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .