په زابل کې د۲ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61292
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-15

د زابل ولايت په بېلابېلو پېښو کې دوه ماشومان،دوه د افغان ملي اردو سرتیري او دوه طالب وسلوال وژل سوي دي . د دې ولایت د شاه جوى ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه زمين ساپي وويل، چې نن غرمه د دې ولسوالۍ د لالي کلي په سيمه کې د ملي اردو د سرتېرو او مخالفينو ترمنځ نښته رامنځ ته سوه، چې دوه سرتېري په کې ووژل سول. بله خوا بیا د دې ولسوالۍ د ګاچوى په سيمه کې هم نن سهار د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته سوې، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي. له بلې خوا د ياد ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د شوبار اوسېدونکي وايي، چې نن سهار د ماين په چاودنه کې دوه ماشومان وژل سوي دي. يوې امنيتي سرچينې وويل، چې په دې پېښه کې د دوو ماشومانو ترڅنګ دوه وسله وال طالبان هم وژل سوي دي. وسلوالو مخالیفینو تر اوسه د یادو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.