ګودر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61366
زرمینه عظیمي
دخبریدو نیټه : 2014-09-21

څه شو هغه ګودر؟
 څه شو هغه دګودر غاړه؟
 څه شوه هغه زموږ دکلي مسته لیونۍ
 چې ښایسته و پرې مازیګړی زموږ
 هغه په سورسولو کې پته لونګینه
 هغه چې هرسهاربه دپولیوشرنګهارو
 هغه لیونۍ چې قدم په قدم یې دمینې نښه وه
 هغه زموږ دکلي ښایسته ښاپیرۍ
 څه شوه هغه ؟
 چیرته لاره ؟
 څوګ خويي ولټوي
 څوګ خودي راته
 هغه دګودررنګین مازیګرۍ بیا راولۍ
 هو بیا
 دابدرنګه ګودر ته مې ښایست راولی؟
 زه خپل دګ ګودر پسې خفه یمه
 خفه یمه