طالبانو د غزني دشپږو ولسوالیو لارې تړلې دي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61370
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-21

چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني د پنځو و ولسواليو لويې لارې تړلې دي.خوګياڼي، جغتو، مالستان، جاغوري او ناهور هغه ولسوالۍ دي چې د چارواکو په وينا له تېرې ورځې راهيسې يې طالبانو لارې تړلې خو وايي چې د خلاصولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي وويل، وسله وال طالبان د د يادو ولسواليو پر لارو تلاشي کوي او شکمن کسان له موټرو ښکته کوي.احمدي وايي: ((طالبانو تېر ديارلس کاله د نورو ولايتونو ترڅنګ د غزني پر اوسېدونکو ډېر ظلمونه وکړل؛ تر دې چې اوس يې لويې لارې هم وتړلې.))بلخوا د غزني د ولايتي شورا وکيلې حميدې ګلستاني وويل، پر يادو پنځو و ولسواليو سربېره د قره باغ ولسوالۍ لويه لاره هم تړل شوې او وسله والو طالبانو پرې تلاشۍ پيل کړې ده.