په هلمند کې د لویو لارو ماینونو دخلکوژوند له ګواښ سره مخ کړی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61371
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-21

د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ موټر چلوونکي وايي، چې د جګړې او پر لويو لارو د ماينونه له امله يې کارونه په ټپه درېدلي دي.د سنګين د ساروان کلا اوسېدونکي احمدالله وويل چې له خپلې سيمې تر لښکرګاه پورې د سپرليو موټر چلوي؛ خو په دې وروستيو کې يې نا امنيو پر کار ناوړه اغېزه کړې ده.هغه وايي، د جګړو او ماين چاودنو له امله لښکرګاه ته د خلکو تګ راتګ کم شوى دى.بلخوا د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امر مرستيال سمونوال محمد ويس صميمي وايي، له څو ورځو را هيسي چې سنګين ته نوي او تازه دمي سرتېري لېږل شوي؛ امنيت تر پخوا ښه شوى دى.