دنوي افغان ولسمشر ډاکترغني دلوړي مراسم به راتلونکي اونۍ ترسره شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61372
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-21

د افغانستان د نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي دلوړې مراسم به په ډېر احتمال راتلونکې اونۍ ترسره شي . د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند د تحول او دوام له ټيم سره په ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د هېواد د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به په ډېر احتمال راتلونکې اونۍ پر دوشنبې ترسره شي. د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند سيد حسين فاضل سانچارکي د لوړې مراسمو له ترسره کوونکو غوښتنه وکړه چې دغه مراسم په پرتمينه توګه جوړ کړي، ځکه چې پر کورنيو مېلمنو سربېره په کې لوړ پوړي بهرني چارواکي هم برخه اخلي.