حامد کرزي نوي منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ته مبارکي ویلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61373
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-21

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان نوي منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ته مبارکي ویلې او په دې یې خوښي ښودلې ،چې د ټاکنو دا اوږده پروسه پای ته ورسېده . حامد کرزي د دواړو نوماندانو ترمنځ دملي یووالي حکومت دجوړېدلو هرکلی هم کړی دی. نوموړي د افغانستان دخلکو له پراخې حوصلې او زغم نه مننه وکړه حامد کرزي د افغانستان د ملت د سرلوړي هیله کړې او زیاته کړې یې ده ، چې افغان ملت د خپل هیواد د ثبات لپاره له سیاسي پوهې او درایت نه کار واخیست .ښاغلي کرزي د هیواد نوي منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ته مبارکي ویلې او زیاته کړې ېې ده ،چې له راتلونکي حکومت سره هر ډول مرستې ته چمتو دی .