دملي راډيوتلويزيون دنوي مشر ديوملي ضدګام پراړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6138

دخبریدو نیټه : 2006-03-14

 په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلاميه


 د ٢٠٠٦ کال مارچ
 جرمني ، د فرانکفورت ښار
 
 په ټول افغان ويبپاڼه کې د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د نوي مشر ښاغلي نجيب روشن له لورې د يوبل ملي ضد او د افغانستان د اساسي قانون ضد ګام له اوچتېدو پرده پورته شوې ده . په دغه ليکنه کې راغلي دي چې نوموړي د دويچه ويلې يا المان غږ د هغې مهمې تلويزيوني خپرونې په اړه چې د دې خپرونې د معمول په توګه بايد د فوټبال نړيوالې لوبې چې په وړيا توګه افغانستان ته خپرېږي ، په پښتو او فارسي دواړو ژبو په مساوي توګه خپرې شي ، د خپرونې مسوؤلينو ته ويلي دي چې له پښتو تېر شئ او يوازې فارسي ژباړه يې کافي ده .
 دغه خبره جرمني ته د ښاغلي روشن د وروستي سفر په لړ کې له دغو تلويزيوني چارواکو سره مطرح شوې ده . موږ د دغه خبر په اورېدو سخت خواشيني شو . دا د افغانستان د ملي يووالي او د وطن د اساسي قانون پر وړاندې يو عمل دی . که چېرې دا خبره سمه او دقيقه وي ، د افغانستان حکومت يې بايد پوښتنه وکړي او که سمه نه وي نو خپله د راډيو تلويزيون مشر دې يې رد کړي او سپيناوی دې يې وکړي .
 موږ د المان غږ له تلويزيوني خپرونې هم هيله لرو چې خپلو خپرونو ته د پخوا په څېر د افغاني عنعنې په توګه دوام ورکړي او يوازې د يو تن خبرو ته چې هغه هم د افغانستان د اساسي قانون او ملي يووالي ضد وي ، اهميت ورنه کړي .
 په درناوي