امریکا ته لېږل شوي درې افغان افسران نا درکه شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61389
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2014-09-22

د ملي دفاع وزارت درې پوځي افسران چې امريکا ته د روزنې لپاره لېږل شوي وو، نادرکه شوي دي. امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې ځايي پوليس او چارواکي د تښتېدلو افغان پوځيانو په لټه دي. سرچينې زياته کړې چې دغه افغان پوځيان د امريکا شمال ختيځ ته د هيانيس ښار د کمپ کوډ په نوم يوه پوځي مرکز کې پر روزنه بوخت وو او د شنبې په ورځ نادرکه شوي دي. په راپور کې راغلي چې ياد پوځيان د وږي مياشتې په ٢٠مه نېټه ياد مرکز ته رسېدلي وو. امريکايي سرچينو ويلي چې په دغو کسانو کې جګړن جان محمد ارش، تورن محمدناصر عسکر زاده او تورن نورالله امين يار شامل دي.