د افغانستان د ( ملي سرود !) . . .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6139
محمدانعام واک - ناروې
دخبریدو نیټه : 2006-03-14

ځانمرګی بريد

د افغانستان د انتخابي ولسمشر جلالتمآب حامدکرزي د ( ملي ) بېلتانه  ( سرود ) په دې وروستيو کي د افغانستان په ( ژوبل ملي يوالي ) ناکام ځانمرګی بريد وکړ. ځان وژونکي دافغانستان د اطلاعاتو او په اصطلاح فرهنګ وزارت کي سياسي پنا واخيسته او د ( ملي يووالي) په ( ژوبل ) بدن کي لا هم د پخواني سيار ولسمشر ښاغلي برهان الدين رباني د ( سرود ) د سرطان وينه چليږي .

دې ځانمرګي بريد د يوويشتمي پېړۍ د ( ځانمرګي ارزان بيه ) جګړه په يوه دوه کي واچوله !

ځان وژونکی دوزخ ګټي خو :

ولسمشر حامدکرزي ته دي خدای جنتونه او ( په کولتوري او علمي وژنه ) کي دي د هغه مشاور وزير او ( سرود ) جوړونکي ښاغلی زلمي هيوادمل ته د زړه صبر ورکړي .

انجنير محمدانعام واک

ناروې  ۱۰ فبروري ۲۰۰۶