طالبانو په هرات کې دملي اردو۲سرتیري وژلي او ۹یې بیولي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61392
سید جلالزی
دخبریدو نیټه : 2014-09-22

د هرات ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په يوه مرموز بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او نهه نور يې له ځانه سره بيولي دي.د هرات يوې امنيتي سرچينې وويل چې دا پېښه نن سهار په څلورو بجو د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د وکيل حسن په سيمه کې رامنځته شوې ده.سرچينې زياته کړه چې په دې سيمه کې د ملي اردو په يوه پوسته کې يوه سرتېري له طالبانو سره اړيکې درلودې او د طالبانو په مرسته يې دوه سرتېري چې مقاومت يې کاوه وژلي او نهه نور يې له ځانه سره بيولي دي.