دهرات لپاره دطالبانو والي ووژل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61395
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-22

ځايي چارواکي وايي، د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د هرات لپاره د وسله والو طالبانو والي، په دغه ولايت کې د طالبانو له نظامي مسوول او دوو ساتونکو سره وژل شوى دى. د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال مير اسدالله کوهستاني وويل چې ياد نومول شوى والي عبدالرحمن نيکه په هرات کې د طالبانو د نظامي چارو مسوول عبدالقدير او د هغوى دوه ساتونکي نن د فراه د بکوا ولسوالۍ په دوشنبې بازار سيمه کې وژل شوي دي. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.