لړم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61420
حاجي محمد نوزادی
دخبریدو نیټه : 2014-09-23

 


 د چـــــــا ښیـرا مي ګـوره بیا نــن راته غــم پریـوته
 د غــــزل اوښــکـــــه مي لــه واره پـر قـلـم پریوته
 مــــا لا د ښکلــیو نـذرانه تــرې نه و رکړې نـه وه
 د ځــوانۍ وړانـګــه مــازدیګـــره سره سـم پـریوته
 د داړه مـــــــــارو لـه سنګــره خـــوځیـدلــي غـشي
 د تـــانــدو هــیــلو د کــــاروان په هــر قـدم پریوته
 دا مـــست نـــظـر مي د جــانـان د انــنګو نشه کی
 لــــکــه ښـامــار ، د پـاړوګـر په یـوه دم پــریــوته
 چا وې لوخــړو څوارلسمي سپــوږمۍ مخ ونیـوی
 د حــسن جــــــام وو چي له لاســه د صنـم پریوته
 دلـتـه نـاکـســو طبـیـبـانوکـړل زخـمــونــه نـاسـور
 بس یو زګیروی دی چي مي درد لره ملهم پریوته
 دا د رقـیب د تهـمت زهــر وه چي یې و څڅول
 کــه نــــوزادي شپـه له ازله پــر لـــــــړم پریوته
 ډنمارک ـ ۱۶ / ۹ / ۲۰۱۴