ښادمن ګام د فېسبوک ښاغلي او غوره فعالین وستایل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61473

دخبریدو نیټه : 2014-09-27

 

ښادمن ګام خيريه بنسټ د (فېسبوک ښاغلي) د لومړۍ پروسې (۱۰ غوره فعالين) او د کندهار ۱۲ تنه وياړلي کسان وستايل


 د ښادمن ګام خيريه بنسټ له لوري په يوه بل ځانګړي نوښت سره د کندهار په کچه په بېلابېلو برخو کي هغه کسان چي د خپل اولس لپاره يې وخت پر وخت کار کړی او خولې ئې توی کړي دي، په ځانګړو سوغاتونو او ستاينليکونو ونازول. دې خيريه بنسټ د کندهار د کاريګرو هستيو د ستايني ترڅنګ همدارنګه د تېري شاوخوا يوې مياشتي راهيسي د پلان سوي طرحي له مخي يوه بله پروسه چي (د فېسبوک ښاغلي) په نوم نومول سوې، لومړی پړاو يې پای ته ورسېد او د دې پروسې هغو کسانو ته چي دا ټولنيزه شبکه (فېسبوک) يې د هغو ځانګړو هدفونو له پاره چي مشخص سوي وه او د ټولني د ګټي او اصلاح له پاره ئې کار ولی وو، په ځانګړو ستاينليکونو او سوغاتونو ووياړل سول.


د فېسبوک ښاغلو او کاريګرو هستيو د تقديرولو په دې ستاينغونډه کي د نورو برخو ترڅنګ ديني عالمانو، روغتيايي فعالانو، ورزشي اتلانو، ټولنيزو مشرانو، د پوهنيز ډګر مخکښو او همدارنګه پښتو ژبي خدمت کوونکو کاريګو کسانو ګډون درولودی. د ستاينغونډي په پيل کي د ښادمن ګام خيريه بنسټ اجرائيوي مسئول جانان مومن د فېسبوک ښاغلو د پروسې او همدارنګه په کندهار کي د ښه کارکوونکو کسانو لپاره د داسي غونډو جوړول خورا اړين وبلل او زياته يې کړه چي دا بسنټ به تر دې وروسته هم د وس تر ده هڅه وکړي چي دغسي کسان نور هم وستايي. ښاغلي مومن همدارنګه وويل د دغه ډول ستاينغونډو له لاري غواړي چي له يوې خوا په کندهار کي د کار سړي په ژوند کي وستايي او دا کلتور نور هم وده وکړي او له بلي خوا د فېسبوک ټولنيزي شبکې هغه غوره فعالين وستايي چي دا شبکه د اسلام، ټولني او خلکو په ګټه کاروي.


جانان مومن په ديني چارو، پوهني، روغتيا، ورزش، خيريه کارونو، ټولنيزو چارو او د ځانګړو هنرونو لرلو په برخه کي د ښه کار او خدمتونو وړاندي کوونکو شخصيتونو لاسته راوړوني د کندهار او هيواد په کچه وياړ وبلې او د دوی ارزښت يې خورا ډېر وبلئ.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال په پښتنو او پښتني ټولنه کي د مثبت بدلون راتلو او په خلکو د دې شعور د وښېدو په اړه چي ژوندي وياړونه په ژوند کي وستايل سي، لويه لاسته راوړنه وبلل. ښاغلي مينه پال زياته کړه، پخوا به خلکو مړه ستايل، خو اوس د هغو ترڅنګ ژوندي خدمتګاران په ژوند کي ستايل کېږي او همدارنګه د کارونو او ښو خدمتونو ستاينه يې کېږي.


د کندهار پوهنتون استاد مطېع الله روهيال چي د تېرو څو کلونو راهيسي يې د پښتو ژبي لپاره خورا ډېري هڅي کړي دي او ډېر کتابونه يې د پښتو ژبي د ويونکو او مينه والو تر لاسونو ور رسولي دي، د غونډي ګډونوالو ته وويل دغه ډول ستاينغونډي چي د ټولني ټول ابعاد او اړخونه پکښي رانغاړل کېږي تر ټولو مهم دي. ښاغلي روهيال زياته کړه تر دا مهاله يې دا ډول ستاينغونډي ډېري کمي او يا هيڅ نه دي ليدلي چي د ټولني دومره برخو ته فکر پکښي سوی وي. روهيال همدارنګه وويل که په عمومي ډول نوري غونډي او پروګرامونه هم په دا ډول ترتيب سي او د ټولو هغو کسانو د خولو تويولو قدرداني پکښي وسي چي د دې ټولني لپاره زيار باسي، د ټولني د پرمختګ لپاره به نوره هم اوږده فاصله راکمه سي، دی زياتوي چي په دې ډول ستاينغونډه کي چي د ښوونځۍ استاد، د مسجد ملاامام، د ورزش اتلان، د روغتيا فعالان او همدارنګه ټولنيز مشران ستايل کېږي، په خبره يې نور نو هغه فاصله او بد نظرونه چي خلکو په دې برخه کي لرل هم له منځ تلونکي دي.


ښاغلي روهيال د ټولو هغو ځوانانو او په بېلابېلو برخو کي د هغو خدمتګارو مشرانو ته چي په دې ستاينغونډه کي وستايل سوه په وينا کي وويل چي دوی دي د دې يو پرګرام په ليدلو سره خپلو هڅو او زحمتونو ته د پای ټکی نه ږدي، بلکي تر دې دي لا هم هڅه وکړي چي په خپلو کارونو کي دې ټولني ته د وس په اندازه کار وکړي. د روهيال په وينا دوی ټول بايد لا هم خولې توی کړي، ځانونه ستړي کړي، زحمتونه پر ځانو تېر او د هغو ستونزو سره سينه په سينه وجنګېږي چي ټولنه د بدمرغيو لور ته بيايي.


د ستاينغونډي په وروستيو کي په روغتيايي برخه کي د کندهار د عامي روغتيا رياست رئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا، د پوهني په برخه کي د کندهار پوهنتون مرستيال عبدالتواب بالاکرزی، د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمدعوض نظري او استاد حاجي نورالحق خان، په ديني چارو کي مولوي عبدالهادي حماد، د بيا رغوني په برخه کي د کندهار هوايي ډګر امر احمدالله فيضي، د پښتو ژبي او ادب په برخه کي د کندهار پوهنتون استاد مطېع الله روهيال، د ورزش په برخه کي پخوانی فوټبالر قاسم جان اتل او د جنوبي اسيا د بدني ښکلا اتل هنراحمد، په هنري برخه کي امان الله درخشان، د بې وزلو سره د لاسنيوي او مرستي کولو په برخه کي حاجي ظاهرجان او څو نورو کسانو ته هم په بېلابېلو برخو کي کندهار ته د ښو کارونو او خدمتونو کولو په خاطر ستاينليکونه، سوغاتونه ورکول سوه او همدارنګه د پښتنو پخوانی دود لنګۍ هم ور پر سر کړل سوې.


تر دې وروسته د ښادمن ګام له لوري د فېسبوک هغو لسو تنو غوره فعالينو ته چي د تېري يوې مياشتي په جريان کي يې د دې ګام له لوري پر ټاکل سوو موضوعاتو او په عمومي ډول د ټولني د اصلاح او سمون لپاره پوسټونه کړي وه، ځانګړي سوغاتونه ورکول سوه. مولوي عبدالقوي صابرزاده، نوراحمدفضلي، حميدفراز، ميراجان همدم، عبدالسمېع غيرتمل، فضل باري بريالی، جبارفراز، نويداحمدبارکزی، مطېع الله ويسا او محمدنبي سلطاني هغه لس غوره فعالين وه چي د دې پروسې په لومړنۍ وياړغونډه کي يې د فېسبوک ښاغلو لقبونه خپل کړل. د غونډي په وروستيو کي د دې بنسټ اجرائيوي مسئول جانان مومن وويل چي دوی به دا ډول هڅي نوري هم جاري وساتي تر څو نور هغه کسان چي دې ټولني ته کار کوي، خولې تويوي او ستونزو ته يې د پای ټکی ږدي، تقدير کړي.

د ښادمن ګام موسس حاجي حکمت ښادمن