افغانستان له امریکا او ناټو سره تړونونه لاسلیک کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61534
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

افغانستان له امریکا او ناټو سره امنیتی تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د افغانستان له لوري د ملي امنیت د نوي سلاکارحنیف اتمر او د امریکا په استازولی په کابل کې د امریکا د سفیر جیمزګنینګم تر منځ او له ناټو سره امنیتی تړون په کابل کې د ناڼو د سفیر او دملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر ترمنځ لاسلیک شول. د دغو مهم تړونونو له مخې به امریکا د دې اجازه ترلاسه کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې څومره شمېر سرتیري پرېږدي. که څه هم په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو شمېر لا کره نه دی، خو ويل کېږي شاوخوا ۱۰زره سرتېري به يې دغلته پاتې شي. د افغانستان او امريکا ترمنځ د دوه اړخيز امنیتي تړون پر بنسټ به يو شمېر امريکايي سرتېري د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره افغانستان کې پاتې کېږي او افغان ځواکونو ته به روزنه او سلا مشوره ورکوي.