مشرانو جرګې دواک دسولیز لیږد ستاینه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61536
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-09-30

مشرانو جرګې په سوله ييز ډول نوي حکومت ته د واک د لېږد هرکلى وکړ او له نوي حکومته يې وغوښتل، چې د امنيت ټينګښت او د سولې راوستو ته ډېره پاملرنه وکړي.تېره ورځ پخواني ولسمشر حامدکرزي تر ١٣کلنې واکمنۍ وروسته، واک بل منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ته وسپاره . په مشرانو جرګه کې د دايکنډي استازي علي اکبر جمشيدي، وويل:"په سوله ييز ډول د واک د لېږد له امله زه ټولو افغانانو ته مبارکي وايم او د ملي يوالي حکومت د ټولو د خوښې حکومت دى.په ياده جرګه کې د بدخشان استازې ګلالۍ اکبري هم د نوي حکومت هرکلى کوي او وايي،چې دغه حکومت بايد امنيتي برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، هم په سوله ييز ډول د واک له لېږد څخه هرکلى وکړ او ويې ويل،چې حکومت بايد په هېواد کې امنيت ټينګ او د سولې راوستو لپاره لازمې هلې ځلې وکړي .