هیلي ویسا ته :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61637
خالد هادي
دخبریدو نیټه : 2014-10-09

ستاسي نوي دندي زما ملي ارزښتونه او هیوادنۍ ګټي را ګواښلې ، او ددې ترڅنګ ترکومه ځایه چي پیژنم مو نه مو د همدې دندي تجریبه او نه هم لیاقت درلوده !
تر ټول لویه خبره لا ده چي ستاسي ټاکنه په چم فریب او غیري قانوني ډول ترسره سوې وه ! چي د افغانستان مخکني ولسمشر کرزي ئې په امضاه کولو خجالت سوی دی .

ماچي کوم څه خپاره کړي دي ټول ئې ستاسي او ستاسي د ملګري راشد احمدي د اړیکو او بیا د همدې اړیکو څخه تر نوي دندي پوري دلایل او اسناد دي که په دې کي ستاسي پر شخصي حرم تیری سوي وي زه ئې له امله بخښنه غواړم خو زه مجبوره وم ځکه وطن زموږ د ټولو ناموس دی او تر دې تیر بل څه نه لرو نو اړ یم چي ددفاع په لاره کي ئې هر حد پار کړم !

زه ستاسو او ستاسو د کورنۍ سره نه کومه خاص دښمني لرم او نه کومه معامله. او نه هم دغه دوې لیکني په کندهار کي ستاسي د پلار د فساد سره د مبارزې برخه بولم !

توریالی ویسا د قانون په وړاندي په کندهار کي د روان مفسید ناتار مسول دی او دقانون په چوکاټ کي به دهغه په وړاندي خپلو هڅو او مبارزو ته دوام ورکو ترڅو ئې د قانون منګلو ته وسپارو !

بس همدومره ! دا چي دنده مو وځنډول سول له خپلو لیکنو هم تیریږم !