د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز نن کابل ته راځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61735
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-10-18

د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز د افغانستان د نوي حکومت له مشرتابه سره د خبرو اترو په موخه نن کابل ته راځي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې سرتاج عزيز به له ولسمشر اشرف غني احمدزي او د حکومت له اجراييوي مشر عبدالله عبدالله سره ليده کاته او خبرې وکړي. سرتاج عزیز به د دغه سفر په ترڅ کې افغان ولسمشر غني ته رسمي بلنه ورکړي چې پاکستان ته سفر وکړي.