د ولسي جرګې ځينو غړو له ولسمشر او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د وروستيو پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.
د ولايتي شوراګانو ټاکنې، د ولسمشرۍ له لومړي پړاو ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري په ١٦مه ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ کانديدانو له يوه بل سره سيالۍ وکړې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د غويي مياشتې په ٣٠ مه د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ کسان بريالي اعلان شول.
ټاکل شوې وه د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې، شکايتونو ته له لاسرسي او څېړنو وروسته د روان کال د غبرګولي په ١٧مه اعلان شي، خو دغه کار تر اوسه نه دى شوى.
د ولسي جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه بحثونه وشول.
په ياده جرګه کې د کونړ استازي صالح محمد صالح د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د پايلو پر ځنډ نيوکه وکړه او ويې ويل چې په دغه کار کې نور ځنډ خلکو ته په دې پروسه کې د ټاکنو کمېسيون د لاسوهنو په اړه شکونه پيدا کوي.
صالح وايي چې د ټاکنو کمېسيون بايد د پايلو په اعلان کې د ځنډ علتونه څرګند کړي.
په دې جرګه کې د باميانو استازي فکوري بهشتي هم وايي چې له ډېر انتظار وروسته هم د ولايتي شوراګانو د ټاکنو برخليک معلوم نه دى.
ده له ولسي جرګې غوښتنه وکړه چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د پايلو له اعلان څخه جدي څارنه وکړي تر څو په دې ملي پروسه کې لاسوهنې ونه شي.
د ولسي جرګې يادو غړو او د دې جرګې لومړي مرستيال محمد صديق عثماني چې پرونۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه له ولسمشر او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د وروستيو پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.
عثماني وويل: ((که د ولايتي شوراګانو برخليک معلوم نه شي موږ د قانون جوړونې په برخه کې ستونزې لرو، تر اوسه څو قانونه موږ تصويب کړي خو په مشرانو جرګه کې ځکه پاتې دي چې د مشرانو جرګې دوه ثلثه غړي د ولايتي شوراګانو له غړو انتخابيږي.))
عثماني داسې مهال يادې څرګندونې کوي چې د مشرانو جرګې د انتصابي غړو په ګډون اوس هم د دې جرګې پخواني غړي هره ورځ د مشرانو جرګې په غونډو کې برخه اخلي.
له قانون سره سم د مشرانو جرګې د هغو غړو د کار موده په تېر کب مياشت کې پاى ته رسېدلې چې له ولايتي شوراګانو انتخابيږي.
د اساسي قانون د ٨٤مې مادې له مخې د هرې ولايتي جرګې له غړو څخه يو تن د مربوطې جرګې په انتخاب، د څلورو كلونو لپاره، د هر ولايت د ولسواليو د جرګو له غړو څخه يو تن، د مربوطو جرګو په انتخاب، د درېيو كلونو لپاره او پاتې درېيمه برخه غړي د جمهور رييس له خوا ټاكل كېږي.
دا مهال له دې امله چې د ولسواليو شوراګانې نشته، د هر ولايت د ولسواليو د جرګو په استازيتوب هم کسان له ولايتي شوراګانو مشرانو جرګې ته لار مومي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو ويلي چې هر څه ژر د ولايتي شوارګانو د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلانوي خو د کره څېړنې په موخه ځنډېدلي دي.